د کندوز ولایت چارواکي وايي، د نوي کمپلکس په جوړېدو سره چې پکې هرډول سبزۍ کرل شوي او د هېواد په بازارونو کې د ټیټې بیي خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ د دې ولایت بزګرانو او د ښار اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. دغه کمپلکس په ۲۵ جریبه ځمکه کې د یو سوداګر لخوا جوړ شوی دی. بل لور ته بیا د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي چې په دې کرنیز کمپلکس کې ورته د کار زمینه برابره شوې له دولتي چارواکو او سوداګرو څخه مننه کوي او له نورو سوداګرو هم غواړي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
































