د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په مرکز پل علم او ولسوالیو کې یې ښوونځيو ته د نوو زدهکوونکو د شامېلېدو لړۍ پیل کړې چې له مخې به یې، ۳۰ زره نوي زدهکوونکي جذب شي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وايي، د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پيل سره سم یې په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو د شامېلېدو لړۍ پيل کړې ده چې په یوه میاشت کې به بشپړه شي او ۳۰ زره د ښوونځيو په عمر برابر زدهکوونکي به ښوونځيو ته جذب شي. هغه وايي، په یاد شمېر نوو زدهکوونکو کې ۱۲ زره نجونې او ۱۸ زره هلکان دي. بلخوا خلک هم خوښ دي چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست ښوونځيو ته زرګونه نوي زدهکوونکي جذبوي، خو ټینګار کوي چې زدهکوونکو ته د لیک لوست منظم چاپېریال او اسانتیاوې برابرې کړي.
































