د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د نشراتو مسوول ذبیح الله فرهنګ وایي په دې وروستیو کې په هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي او حکومت یې د عاملینو په نیولو کې پاتې راغلی دی. دده په خبره وسله وال کسان، مدني فعالین او د بشري حقونو فعالین په نښه کوي چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. هغه وايي چې حکومت دې ددوی پر کارکوونکو وروستی برید هم په هر اړخیزه توګه وڅېړي. فرهنګ زیاته کړې چې په تېرو اتلسو کلونو کې یې پر کارکوونکو ګڼ بریدونه شوي دي خو حکومت تر اوسه نه دی بریالی شوی چې په دې تړاو شته قضیو ته په سمه توګه رسیدګي وکړي.
































