د ابن سینا د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰۰ بستریز مرکز مسوولین وايي چې په دغه مرکز کې نږدې ۸۰۰۰ په نشه يي توکو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي. د دغه مرکز مشر له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د درملنې د اسانتیاوو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په ټول افغانستان کې به د نشه يي توکو د روږدو د درملنې له ۲۴ مرکزونو سره مالي مرسته وکړي.
































