د بدخشان ولایت د ۵ ولسوالیو مواصلاتي لارې د غرونو د ښوېدو له کبله بندې شوي دي. باختر اژانس ویلي چې، د مایمي ولسوالۍ په پلچک چوبي سیمه کې غر ښوېدلی دی. د مایمي ولسوالۍ ولسوال مخدوم عبدالله راشدي ویلي، د دې پېښې په نتیجه کې د خواهان، نسي، شکي، مایمي او کوف اب ولسوالیو ترمنځ د تګ راتګ لارې له درو ورځو راهیسې بندې دي. دا خبر داسې مهال ورکول شوی دی چې، د افغانستان هوا پېژندنې ادارې په ډېری ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی دی.
































