د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې پر دودیزه مېله باندې د برید تلفات لوړ شوي دي. د یاد ولایت مقام رسنیز دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په سنګین ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو چې یوې دودېزې مېلې ته راټول شوي وو لومړی څلور توغندي توغول شوي او وروسته یې په منځ کې موټر بم برید شوی دی چې له امله یې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. وړاندې تر دې ویل کېدل چې پر یاده مېله توغندویي برید شوی دی او پکې لس ملکي وګړي وژل شوي دي.
































