کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پولیس ځواکونو شمېر نږدې دوه سوه زرو ته رسېدلی دی. د دغه وزارت ویاند زیاتوي دغه ځواکونه د امنیت او عامه نظم د ټینګښت، له نشه يي توکو او جنايي جرمونو سره د مبارزې په موخه د پولیسو په بېلابېلو قطعاتو کې ګومارل شوي او د اړتیا په صورت کې به د دغو ځواکونو شمېر تر دې هم ډېر شي. د نظامي چارو شنوونکي بیا پر دې باور دي چې سرپرست حکومت باید د ځواکونو د شمېر د ډېرولو پرځای د هغوی مسلکيتوب ته ډېر پام وکړي. د یادولو وړه ده چې په دې وروستیو کې لوی درستیز ویلي، چې په راتلونکي کې به د اردو د ځواکونو شمېر له ۱۵۰ زرو ۲۰۰ زرو ته لوړ شي.
































