د هوا پيژندنې ملي ادارې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په ٢٧ ولايتونو کې د سختو بارانونو، واورې او سېلابونو را وتلو اټکل کړى دى. يادې ادارې نن ويلي چې په دغه ولايتونو کې هرات، بادغيس، غور، فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، تخار، کندز، بغلان، بدخشان، پنجشېر، پروان، کاپيسا، نورستان، کونړ، لغمان، کابل، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتيا، ميدان وردګ، غزني، باميان او دايکندي شامل دي. په بيان کې ويل شوي چې د باران د اورښت کچه به په بېلابيلو سيمو کې له ١٠ څخه تر ٥٠ ملي مترو او د واورې اورېدو کچه به هم په بېلابېلو سيمو کې له ١٠ څخه تر ٣٠ سانتي مترو پوري وي.
































