د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت لري. دوی وايي چې په بازارونو کې د کابل ښاروالۍ نرخپاڼې نه عملي کېږي او د خوراکي توکو بیې همدارنګه لوړې دي. بلخوا ځينې هټۍوال پر خوراکي توکو د ګمرکي تعرفې لوړوالی د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو یو لامل بولي. خو کابل ښاروالۍ وایي، چې دغې ادارې په بازارونو کې د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی چې په بازارونو کې پر وېشل شویو نرخپاڼو په کره توګه څارنه لري. دغه بنسټ زیاتوي، چې هغه هټۍ تړل کېږي، چې له نرخپاڼې یې سرغړونه کړې وي. په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د خوراکي توکو د وارداتو د زیاتېدو لپاره سوداګرو ته نورې اسانتیاوې برابرې شوې دي.











