پولنډ نن یو شمیر میګ-۲۹ جنګي جيټ الوتکې اوکراین ته لیږدولي دي. پولنډ دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې د اوکراین بل ګاونډي هیواد سلواکیا وویل چې خپلې یو شمیر دغه ډول الوتکې یې اوکراین ته ورکړي دي. تیره میاشت پولنډ د ناټو سازمان لومړنی غړی هیواد شو چې اوکراین ته یې د جنګي جيټ الوتکو ژمنه وروسته له هغه وکړه چې ددې هیواد ولسمشر اندری دودا وویل چې د څلورو الوتکو یوه جوپه به اوکراین ته ولیږدول شي. د پولنډ ولسمشر هغه وخت وویلي وو چې پولنډ اوس مهال لسګونه یا څو میګ الوتکې لري چې د پخواني جرمني دموکراتیک جمهوریت څخه ورته په میراث رسیدلي او دغه الوتکې اوکراین ته د لیږلو په حال کې دي.
































