د افغانستان بانک ویلي چې انفرادي حساب لرونکي کولی شي تر دې وروسته په اونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر چې (۵۰زره افغانۍ) کیږي له خپلو بانکي حسابونو څخه وباسي. دغه بانک نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بانکونو مشتریان همدارنګه کولی شي په میاشت کې یو ځل ۲۰۰۰ امریکايي ډالر چې (۲۰۰زره افغانۍ)کیږي له خپلو حسابونو څخه تر لاسه کړي. تر دې مخکې د افغانستان بانکونو کې د انفرادي حسابونو لرونکو اجازه نه لرل چې په اونۍ کې تر ۴۰۰ او په میاشت کې تر ۱۲۰۰ امریکايي ډالرو زیاتې پیسې له خپلو حسابونو څخه وباسي. د افغانستان بانک په وینا دغه پرېکړه” د پېرېدونکو د امانتونو د ورکړې په بهیر کې د اسانتیاو رامنځته کولو، د هیوادوالو مالي ستونزو ته د رسیدنې او د بانکې نظام چارو د لاښه سمون په موخه” تر سره شوې ده.












