د تخار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د لسګونو روږدو کسانو درملنه شوې ده. د تخار د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير عبدالبصير حاجي زاده وایي، چې تېره ورځ په نشه يي توکو ٥٤ روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي. هغه زیاتوي چې اوسمهال په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې ۱۰۰ تنه تر درملنې لاندې دي.
































