د هيواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تکاشي اوکاډا سره په لېدنه کې د افغانستان او سیمی د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې دي. د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې لېدنه کې دواړو خواوو د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو او کار ته د مېرمنو پر ستنېدو ټینگار کړی او په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یې ملي مذاکرات اړین ګڼلي دي.
































