د لغمان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدو له امله ۷ کسان مړه شوي او یوه نجلۍ ټپي ده. د لغمان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ویلي چې تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ په قلعه ټکې سیمه کې د یوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې پلار، مور او پنځه زامن یې مړه شوي او یوه ۸ کلنه نجلۍ ټپي شوې ده. هغه زیاته کړې دغه چت څو ورځې مخکې د باران له امله زیانمن شوی و، خو کورنۍ يې بیارغولو ته پام نه و کړی او لوېدلی چې له امله يې ياده مرګژوبله اوښتې ده. د سيمې اوسېدونکي وايي، تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شېرزاد په نوم یوه تن د کور چت لوېدلی چې له امله یې د نوموړي په ګډون د کورنۍ ۷ کسان مړه شوي او یوه وړه لور يې ژوبله شوې ده.
































