ننګرهار کې د نږدې ۳ ميليونه افغانيو په مالي لګښت ۱۶ څاه ګانې جوړې شوې. د ننګرهار د کليو او پراختيا رياست په هڅو د ترکيې هېواد په دوه ميليونه او اووه سوه زره افغانيو مالي لګښت او د «اوا» موسسې په تخنيکي همکارۍ په اتو ولسواليو کې د پاکو اوبو ۱۶ څاه ګانې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. ياده پروژه د دوو مياشتو په ترڅ کې بشپړه شوه چې په سيمه کې به ترې څلور سوه کورنۍ ګټه واخلي.
































