د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت لرغونو او تفریحي سیمو ته د بهرنيو او کورنيو سیلانیانو د ورتګ شمېر مخ په زیاتېدو دی. لوګر د هېواد او سیمې په کچه د درېو مهمو او مشهورو لرغونو سیمو (عینکو مسو کان، خروار ولسوالۍ کافرکوټ او د برکي برک ولسوالۍ د سجاونډ) په ګډون ۸ لرغونې سیمې، ۱۴ تاریخي آبدې او ۴ مشهورې تفریحې سیمې لري چې وخت ناوخت ګڼ شمېر سیلانیان له یادو ځایونو څخه لیدنې کوي.
































