افغان او امریکایي چارواکو د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې له ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد سره یې په ویډيويي کنفرانس کې د سولې پر وروستیو تحولاتو او پرمختګونو خبرې کړې دي. دده په خبره په دې کنفرانس کې د تاوتریخوالي پر کمېدو، د زندانیانو پر خلاصون او د بین الافغاني خبرو پر ژر پيلېدو بحثونه شوي دي. ډاکټر عبدالله وايي ټولو لورو پر دې ټینګار کړی دی چې باید تاوتریخوالی کم کړل شي او د بین الافغاني خبرو د ژر پیل لپاره زمینه برابره شي. په دې کنفرانس کې زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا غواړي په افغانستان کې د سولې د تامین له لارې د سیمې پرمختګ او انکشاف ته لاره هواره کړي نو په همدې موخه هڅه کوي افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.
































