د افغانستان د سرپرست حکومت د کابینې په وروستۍ غونډه کې د معلولینو، کونډو او یتیمانو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د میاشتنۍ نغدي مرستې طرحه تائید شوې ده. په غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې ده، چې د تقاعد او معلولیت حقوق معاش نه ګڼل کېږي، ځکه خو دولتي ادارې د کار وړ متقاعدین بالمقطع او معلول کسان رسمي ګمارلی شي. د کابینې په غونډه کې اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د هرات (کشک – تیرپل) احتمالي حوزې د جیو فزیکي سروې ګانو د پلي کېدو د اعلان اړوند له څېړنې وروسته تصمیم ونیسي او همدارنګه د بوستان سبز کرنیز او مالدارۍ شرکت د حقوقي حیثیت تر معلومولو وروسته له پخوانیو ونډه والو سره د فعالولو اقدامات وکړي او که هغوی ستونزه لرله نو له نویو شرکتونو سره د مفاهمې پایله او طرحه دې کابینې ته وړاندې کړي. همدارنګه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له لوري د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، د کاغذي پېژندپاڼو د نوي کولو، مثنی او تایید لپاره ۲۰۰ افغانۍ، د ماشوم د زېږېدنې کارت ۲۰۰ افغانۍ او د لویانو لپاره ۵۰۰ افغانۍ، په غیابي ډول د پېژندپاڼې د مثنی، وېش او یا تائید ۲۰۰ ډالر او د غیابي زېږېدنې کارت د وېش لپاره هم ۲۰۰ ډالر تائید شوې. د کابینې په دې ناسته کې د درملو او خوړو ملي ادارې له لوري د بهرنیو کمپنیو او د درملو د اقلامو د ثبت کړنلاره تصویب شوه او همدارنګه د غوايي میاشتې ۲۰مه نېټه په کلیزه کې د صادراتو د ملي ورځې په نوم ونومول شوه.
































