د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په بازارونو کې د درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي. دوی وايي، ځینې درمل چې دوی پېرلي دي، پر ناروغانو هېڅ اغېز هم نهکوي. له بل لوري یو شمېر درمل پلورونکي ادعا لري چې ځینې شرکتونه کمکیفیته درمل راواردوي او په وینا یې حکومت یې باید مخنیوی وکړي. له دې سره سم، د خوړو او درملو ملي اداره وايي، هڅې روانې دي چې د کمکیفیته درملو له واردېدو مخنیوی وشي. د خوړو او درملو د ملي ادارې د مالوماتو له مخې، په تېر کال کې څه باندې ۸۰۰ ډوله تاریخ تیر درمل او نږدې ۵۰۰ ډوله هغه درمل چې له ناقانونو لارو هېواد ته راوړل شوي وو، راټول شوي دي.
































