د افغانستان په تړاو د سمرقند د ناستې ګډونوالو د نړۍوالې ټولنې پر غوښتنو، نشه یي توکو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي. د ازبکستان سمرقند ښار د افغانستان په اړه د سیمې او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورمې غونډې کوربه و. تر یادې غونډې وروسته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سمرقند په غونډه کې د کوربه هېواد، چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه. سرچینې زیاته کړې، ګډونوالو د افغانستان پر اوسني وضعیت او له موجوده واکمنانو څخه د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو چې «د همه شمول حکومت جوړول، افغان ښځو ته د کار او تعلیم د فرصتونو برابرول او د اقلیتونو د حقونو ضمانت کول» په کې شامل دي، بحثونه وکړل. په یاده غونډه کې د نړیوال تروریزم، د نشه یي توکو د کښت او مبارزېې په برخه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د لا قوي اقداماتو پر ارزښت هم بحث وشو.
































