د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین سره په کابل کې لېدلي او د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي ودې او په افغانستان کې د پانګونې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په حواله پر ټویټر لیکلي، د ا.ا بهرنی سیاست متوازن او اقتصادمحوره دی او زیاتوي، په افغانستان کې د قزاقستان سوداګرو ته د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ژومانګارین له قوله زیاته کړې، افغانستان په سیمه کې د ټرانزیټ له اړخه ځانګړی موقعیت لري، ځکه په خبره یې دا د منځنۍ او سویلي اسیا تر منځ د وصل نقطه ده او هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان د اورګاډي پټلۍ له لارې له سیمې سره ونښلول شي.
































