پاکستان امریکايي چارواکو ته ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستاني حکومت پر هڅو سترګې پټوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د افغان سولې په تړاو له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. په دې لیدنه کې قریشي ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کړې ده، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړی بلل شوی دی. نوموړي ویلي چې امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان پر هڅو سترګې پټوي. دواړو لورو همدا راز پر افغان سوله هم خبرې کړې دي او پاکستان یو ځل بیا ژمنه کړې چې په دې برخه کې به پوره همکاري کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ویلي وو چې پاکستان لا هم د نړیوالو ترهګرو ډلو ملاتړی دی، د طالبانو ملاتړ کوي، ترهګر یې په خاوره کې امن پټنځایونه لري او له دغه پدیدې په بهرني سیاست کې د فشار لپاره کار اخلي.

































