د ریاست الوزراء اداري مرستيال وايي، د افغانانو د غير قانوني کډوالۍ لامل اقتصادي ستونزې دي چې د حل لپاره يې نړیوالو بشري مرستو او افغانستان کې د انکشافي پروژو پلي کېدو ته اړتیا ده. د ریاست الوزراء اداري مرستيال پرون د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر ایلوا فیلیون او مل پلاوي سره لیدلي دي. د حکومت د رسنیو مرکز ویلي، چې د افغانستان لپاره د یادې کمېټې مشر په دې لیدنه کې ویلي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې د اورتوپیدي، عامه خدماتو، روغتیا، محبوسينو او ځينو نورو برخو کې کار کړی او خپل دغه کار ته دوام وركوي. ده ويلي، که څه هم چې سږ کال د مالي امکاناتو له کمښت سره مخ دي، خو بیا هم هیله لري چې یاده کمېټه په راتلونکي کال کې د افغانستان لپاره خپله بودجه زياته کړي.
































