ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر وايي په روان وضعیت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده او ښکېلو لورو ته په کار د چې د سولې د خبرو په درشل کې په جدي توګه د تاوتریخوالي کمولو ته پام وکړي. د یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د وسله والو له لوري په قصدي توګه د دیني علماوو، عامو وګړو، مدني فعالانو، قضايي او روغتیایي کارکوونکو او خبریالانو په نښه کول د جدي اندېښنې وړ مسئله ده او افغان حکومت دې دغه ډول قضیې وڅېړي او عاملین یې دې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري. یونما زیاته کړې چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۰۰ ملکي وګړي په جګړه کې وژل شوي چې د لویې برخې مرګ ژوبلې مسوولین وسله وال طالبان دي. یونما ټینګار کوي چې د سولې خبرې باید پیل شي، هدفي بریدونه دې پای ته ورسېږي او د تاوتریخوالي په کچه کې باید کموالی راشي.
































