یو شمېر رسنیو خبر ورکړ چې، یونسکو په بامیانو کې د څو میلیونو ډالرو په ارزښت درېدلې پروژې بېرته پیل کړې دي. دا پروژې چې پیسې یې ایټالیا ورکوي په دوه زره یو ویشتم کال کې وروسته تر دې ودرېدې چې جمهوریت سقوط وکړ. د دې پروژو اصلي تمرکز د بامیان پر بودا مجسمو او د بامیان پر غلغلې ښار دی چې د شپږم او لسم میلادي کلونو ترمنځ ودان شوی دی. یونسکو اټکل کوي چې د دې پروژې له لارې به لږ تر لږه د سیمې سل تنو ته د کار زمینه برابره شي.
































