د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په خپله ویډیويي وینا کې چې پرون ناوخته خپره شوې ویلي چې د روسیې پر وړاندې د نورو بندیزونو د بستو پر جزییاتو کار روان دی او په دې هیواد باید لا سخت بندیزونه ولګول شي. ورته مهال د اوکراین پوځ نن یکشنبه ویلي چې اوس مهال د دونیڅک سیمې پر باخموت او ماریینکا ښارونو باندې سخته جګړه روانه ده.په خارکییف کې محلي چارواکو دغه راز ویلي چې تېره شپه په دې ښار کې د روسیې د پنځو میزاییلو تر لګېدو وروسته یوه ملکي زېربنا په اور سوځېدلې ده. د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي، د دوی ځواکونو په باخموت کې ځینې پرمختګونه کړي او هلته یې درې بلاکونه نیولي دي.
































