د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر په دوحه کې د افغانستان په اړه د هغې جوړېدونکې غونډې په باب خوشبیني ښودلې، چې مشري به یې د ملګرو ملتونو سرمنشي کوي. رسنیو پرون د شنکر په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي؛ هندوستان دغې غونډې ته په مثبت نظر ګوري. په پام کې ده، د مې میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه دغه غونډه د انتونیو ګوترېش په کوربه توب وشي. د دې غونډې په باب د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد څرګندونو زیاتې لانجې وپارولې. هغې ویلي وو چې په دې غونډه کې به د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه بحث کېږي، خو د ملګرو ملتونو یوه ویاند وروسته وویل په دې غونډه کې به په نړیواله سطحه د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په باب بحثونه شامل نه وي.
































