د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارگینای سره کتلي دي. په دې کتنه کې حامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د ترکیې له همکاریو په ځانګړې ټوگه افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو او د زدهکړې د زمینې له برابرولو مننه کړې او هیله یې څرگنده کړه چې یادې همکارۍ دوام ومومي. سربېره پر دې چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړیدونکې غونډې او د یادې غونډې د نتیجې او لاس ته راوړنو په اړه هم خبرې شوې دي. په دې لیدنه کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو او کار ته د ښځو پر بېرته ستنېدو او په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د ملي ډیالوگ ژر تر ژره پیل ټینګار شوی دی.
































