په بشري مرستو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارټین ګرفټس پرون ناوخته د ایران په پایتخت تهران کې خبري ناستې ته ویلي چې نړۍ باید له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره کړې ژمنې عملي کړي.
ده یادونه کړې چې مرسته کوونکو هېوادونو وړاندې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به ۴.۶میلیارده ډالره مرسته کوي او په خبره یې، اوس یې وخت دی چې دغه ژمنې عملي کړي. د ملګرو ملتونو اړوند ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري حالت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې وه. وړمه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې اوسمهال تر ۲۸میلیونه ډېر افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
































