سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

ویتنام

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 26, 2020
in راشه ورشه
0
ویتنام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ویتنام په جنوب- ختیځه آسیا کې د جنوبي چین سیند او تونکن او ټایلنډ د خلیجونو په منځ کې د شمالي عرض البلدونو د ۱۰ او ۲۵ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۰۳ او ۱۰۹ درجو تر مینځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۱۲۷۸۱۸ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۵۹م لوی هېواد بلل کېږي.

د ویتنام شمال ته د چین ولسي جمهوریت، جنوب ته د جنوبي چین سیند،ختیځ ته د جنوبي چین سیند او لوېدیځ ته یې لاوس او کمبودیا هېوادونه موقعیت لري.

You might also like

پروان

وردګ

غور

له هغه ځایه چې ویتنام له سیندونو سره اوږده پوله لري او په استوایي سیمه کې پروت دی، نو هوا یې توده او لنده ده. د تونکن د خلیج بخار چې د فبروري او مارچ په میاشتو کې د ویتنام څنډو ته رسیږي، د دغه هېواد په شمالي او منځنیو برخو کې د اورښت کچه ډېروي. د دغه هېواد هغه غرونه چې د هېواد له شمال- لوېدیځ څخه جنوب- ختیځ ته غځېدلي دي، د دغه هېواد لوېدیځو غرنیو سیمو ته د سمندري لندو بادونو د ننوتلو مخه نیسي.

د دغه هېواد پلازمېنه د هانوي ښار دی او دغه راز ټولټال څه باندې ۹۵ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۲۹۰ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر د دوو ماشومانو د درلود حق لري.

ویتنام له اداري پلوه پر ۵۸ ولایتونو وېشل شوی دی.  هوچې من، ستي، هایفوک نهاترانګ، چولون، نینبین او کانتودي د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي.

د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۱۹۹۲ ز کال د اپریل په ۱۵مه نافذ شوی او د دغه هېواد اوسنی ولسمشر نګوین فو ترونګ دی.

د ویتنام ولسمشر د دغه هېواد د ولسي جرګې د غړو له منځ څخه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي. د دغه هېواد لومړی وزیر د ولسي جرګې د غړو له منځ څخه د ولسي جرګې په خوښه او د لومړي وزیر مرستیالان او وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسي جرګې په خوښه ټاکل کیږي.

د دغه هېواد د ولسي جرګې ۵۰۰ غړي د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو عمر ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

د ویتنام حقوقي نظام د کمونیزم پر حقوقي تیوري او د فرانسې پر مدني قانون ولاړ دی. د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان ستره خلقي محکمه ده چې قاضی القضات یې د ولسمشر په وړاندیز د پنځو کلونو لپاره د ولسي جرګې له خوا ټاکل کیږي.

دغه هېواد د ۱۹۴۵ ز کال د سپټمبر په دویمه له فرانسې څخه خپلواکي اخیستې او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.

ویتنام یو بېوزله هېواد دی او په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې دغه درې اساسي ستونزې درلودې: د فرانسې او امریکا پر ضد د څو لسیزو د اوږدې جګړې د ټپونو رغول، د شوروي بلاک د هېوادونو د مالي مرستو بندېدل او د مرکزي پلان د اقتصاد د سختو شرایطو کمول. د ویتنام د اقتصاد اساسي پرمختګ ۲۵ کاله مخکې په ورو ګامونو پیل شو، له ۱۹۸۶ تر ۱۹۹۷ ز کلونو لومړنیو پرمختګونو ښه پایله درلوده. اقتصادي پراختیا په مخ وخوځېده او بېوزلي تر ډېره تر کنټرول لاندې راغله. له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۶ ز کاله اقتصادي پرمختګ ۹ سلنه شو، دا اقتصادي پراختیا په ۱۹۹۷ ز کال کې نوره هم ګړندۍ شوه، صنعتي تولیدات ۱۲ سلنه او ناخالص کورني تولیدات ۹ سلنه زیات شول. دې کار اقتصادي اجراتو ته یې زیان هم ورساوه او دولت یې دې ته اړکړ چې په اقتصادي تګلارو کې بدلونونه راولي او د مارکېټ د اقتصاد خوا ته مخه کړي. په دغه وخت کې ډېر کورني تولیدات لکه د ډبرو سکاره، سیمنټ، اوسپنه او کاغذ له بهرنیو مولدینو سره په سیالي کې په ګدامونو کې ناخرڅ پاتې شوي وو، ځکه هغه وخت چې ویتنام ته اقتصادي مرستې او په دغه هېواد کې بهرنۍ پانګې اچونې زیاتې شوې، دغو هېوادونو نه شوی کولی چې خپل زیاتېدونکي واردات تمویل کړي.

په همدې وخت کې ویتنامي مشرانو په خپلو اساسي بنسټونو کې د اقتصادي ریفورم تطبیق ته ورو ورو دوام ورکړ او هڅه یې وکړه چې خپل اقتصاد ته نوې ساه ورکړي او د خپلو صادراتي صنعتي تولیداتو رقابتي وړتیا زیاته کړي. په دغه هېواد کې دولتي شرکتونو او د تصدیو خصوصي کول د سیاسي کړکېچونو له امله له ستونزو سره مخ شول او د هېواد د اقتصاد د پیاوړي خصوصي سکټور مالکینو له نور کار سره خپله مینه له لاسه ورکړه، خو سیاسي بدلونونو په ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۴ ز کال کې اقتصادي وده هم وکړه او پرمختګ ۷ سلنه ته لوړ شو. د ۲۰۰۴ ز کال په اخر کې د ویتنام دولت لوړه وکړه چې د اقتصاد خصوصي کولو او د سوداګرۍ نړیوالو نورمونو ته به وفادار پاتې شي. د دې لپاره دوی د اصلاحاتو نوي کولو او داسې تولیداتو ته اړتیا درلوده چې په نړیوالو مارکیټونو کې سیالي وکړای شي. د امریکا له متحده ایالاتو او نورو هېوادونو سره د نویو سوداګریزو تړونونو لاسلیک د ویتنام د صادراتو له پراختیا سره ډېره مرسته وکړه. له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۳ ز کال کې هر کال امریکا ته د ویتنام صادرات دوه برابره زیات شول. په ۲۰۰۵ ز کال کې د ویتنام چارواکو هڅه وکړه چې د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړي. ویتنامیان غواړي چې د دې ټولنې له لارې به د خپلو ټوکرانو او جامو د صادرولو لپاره ښه بازارونه ومومي. ویتنامیان همدا شان هڅه کوي چې د هېواد د مالي چارو مسوولین دې ته اړ کړی چې په مالي تګلارو نوې کتنه وکړي او د انفلاسیون اندازه د عامو خلکو په ګټه را ټیټه کړي.

خوراکي توکي، جامې، بوټ، ماشین جوړول، کانونه ایستل، د ډبرو سکاره، اوسپنه، سیمنټ، کیمیاوي توکي، ګیلاس، تیل او کاغذ د دغه هېواد مهم صنعتي توکي دي.

د ویتنام ۲۱ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، د دغه هېواد پاتې خاوره څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.

د ویتنام ۵۳ سلنه خلک د کرنې او ځنګلونو په سکټور کې پر کار بوخت دي او د دغه هېواد ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.

 لرګي، وریجې او نور حبوبات، جوار، سویا، کچالو، قهوه، چای، مرچ، ګني، پنبه، تنباکو، کېلې او نور میوې، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.

د دغه هېواد ستر تجارتي شریکان چین، جنوبي کوریا، جاپان او د امریکا متحده ایالات دي. دغه هېواد له ۵۰۰ زیاتې تجارتي بېړۍ او ۴۴ هوایي ډګرونه لري چې ۳۸ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.

همدارنګه د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۸۴ او د انټرنیټ کود یې VN دی، چې د نفوس زیاته سلنه یې ورته لاسرسی لري.

په ویتنام کې ټولې رسنۍ د اطلاعاتو او مخابراتو وزارت له خوا کنټرولېږي. دغه هېواد نهه ټلوېزیون چینلونه لري.

دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید د پرله پسې ډېرښت له امله، د آسیا یو ګړندی پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په ویتنام کې زده کړې د ۱۴ کلونو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده. په دغه هېواد کې زده کړه د دولت او خصوصي سکټور دواړو له خوا په مخ بیول کیږي.

ویتنام ډېر لرغونی تاریخ لري او تل د چینایي او هندي قومونو د تقاطع ځای و. له میلاد څخه پنځه پېړۍ مخکې چینایانو د ویتنام خاوره ونیوه او د دغه هېواد په دريو برخو کې یې ځینې سیمې تر خپلې څارنې لاندې راوستې او درې واکمنۍ يې جوړې کړې. په ۳۹م ز کال کې د ترونک د خویندو په مشرۍ د چینایي سلطې په وړاندې پاڅونونه پیل شول، د ویتنام د خلکو له پرله پسې بغاوتونو سره سره پر دغه هېواد باندې د چین سلطه تر ۱۰مې پېړۍ پورې پر ځای پاتې شوه. په ۹۰۷م ز کال کې د آنام په سیمه کې د نکوکوین په مشرۍ د ویتنام لومړنۍ خپلواکه پاچايي جوړه شوه.

په ۱۹۱۱ ز کال کې د هند، چین او فرانسوي مشر د ویتنام د ژر خپلواکۍ وعده وکړه. په ۱۹۳۰ ز کال کې د هند او چین کمونیست ګوند جوړ شو. په ۱۹۴۰ ز کال کې جاپانیانو د هند او چین د ټاپووزمې اداره په لاس کې واخیسته. په ۱۹۴۵ ز کال کې مخکې له دې چې جاپان په دویمه نړیواله جګړه کې پوره ماتې وخوړه، د آنام مشر یې د ټول ویتنام تش په نامه ویتنامي مشر وټاکه. د جاپان له ماتې وروسته، بیا فرانسویان پر هند او چین واکمن شول. د هند او چین د سیمې خپلواکي غوښتونکو مشرانو او نورو سازمان جوړ او د فرانسویانو پر ضد یې سیاسي او پوځي کمپاین پیل کړ. د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په ۱۶مه د جنرال جیاپ پوځي ټولګیو تقریباً د ټول ویتنام خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوسته او د همدغه کال د ډسمبر په دویمه نېټه د ویتنام د ډیموکراټیک جمهوریت جوړېدل اعلان شول. فرانسې د هند او چین د فرانسوي اتحادیې په چوکاټ کې نوی خپلواک دولت په رسمیت وپېژانده. د ۱۹۴۶ ز کال په نومبر کې فرانسوي پوځیانو چې تر دې دمه یې په ویتنام کې اډې درلودې، د فونګ ښار بمبار کړ او ډېر خلک یې ووژل.

امریکا او ویتنام د ۲۰۰۶ ز کال د جون په پنځمه پرېکره وکړه چې خپلې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. په ۲۰۰۹ ز کال کې ویتنام امریکا ته لس بلیون ډالره صادرات درلودل او امریکایي شرکتونو په ویتنام کې څلور بلیون ډالره پانګه پر کار اچولې وه. ویتنام هغه هېواد دی چې د تېرې پېړۍ وروستي نیمایي کلونه یې په راز راز جګړو کې تېر کړل او اوس پر یو سوله ییز هېواد بدل شوی او د خپل اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر لور اوچت ګامونه اخلي.

د افغانستان او ویتنام تر منځ لومړنۍ سیاسي اړیکې د ۱۹۷۴ز کال د سپټمبر په ۱۶مه جوړې شوې دي. په افغانستان کې د ثور له کودتاه وروسته، دواړو هېوادونو په هانوي کې د سفارتونو په سویه د اړیکو هوکړه لاسلیک کړه. په هانوي کې د افغانستان سفارت په ۱۹۸۴ ز کال کې پرانیستل شو او عبدالوکیل هلته د افغانستان لومړنی سفیر و.

په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له پرځېدو وروسته، د افغانستان او ویتنام اړیکې هم پای ته ورسېدې چې تر اوسه بېرته نه دي احیا شوې.

له افغانستان څخه تر ویتنام پورې د هوا له لارې فاصله ۴۶۳۶ کیلومتره او همدا راز د کابل او هانوي ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۲:۳۰ ساعته دی.

Previous Post

د سولې خبرې او ټاکنیزې ناندرۍ؛ ټرمپ وايي، ژر به هوکړه لاسلیک او خپل سرتېري له افغانستان وباسي

Next Post

پوسټ ماډرنیزم

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
پوسټ ماډرنیزم

پوسټ ماډرنیزم

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو کچه لوړه شوې

د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو کچه لوړه شوې

نوومبر 2, 2025
په انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې د افغانستان ښه استازیتوب

افغانان به بېرته راګرځي

مارچ 15, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved