د کندهار سیمهییز چارواکي وايي، چې نن سهار اووه بجې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر چپه شوی دی. د کندهار د والي ویاند حاجي زید ویلي چې په دې پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د پېښې علت د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































