په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره د هېواد په اړه پر سيمه ييزو او نړيوالو جوړېدونکو غونډو او د افغانستان چین او پاکستان ترمنځ پر درې اړخيزو ناستو خبرې کړې دي. په بېجېنګ کې د افغانستان سفارت نن پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه پر سیمه ییزو او نړیوالو جوړېدونکو غونډو او د افغانستان چین او پاکستان ترمنځ پر درې اړخیزو ناستو او نورو اړوندو مسایلو مفصلي خبرې وشوې. افغان سفیر د نشه يي توکو په کښت او قاچاق بندیز، د روږدو په درملنې، هېواد کې د امنیت، په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی، د پولي واحد ثبات، له ګاونډيانو سره ښې اړيکې او ټرانزيټي اسانتياوې د سرپرست حکومت د تېرو څه کم دوو کلونو لاسته راوړنې وبللې. په دغه لیدنه کې د چين ځانګړي استازي يوشيا هم یادونه وکړه چې باید له لاسته راغلو فرصتونو استفاده وکړو او پرې نږدو چې دغه فرصتونه ضايع شي.
































