د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې په دوحه کې یې د ملګرو ملتونو غونډې په څنډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت له وزیرې حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د بریتانیا له یوه ځانګړي استازي سره لیدلي دي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې سره یې په لیدنه کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په هکله خپل یادښتونه پرتله کړي او پر دې سربېره یې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو مسایلو په ځانګړي توګه د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي دي.
































