په ننګرهار کې پرونیو سختو اورښتو نو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د ننګرهار د ځايي چارواکو په وینا د بټي کوټ ولسوالۍ د شبدانۍ په سیمه کې د یوه کور چت، چې د باران له امله ویجاړ شوی، د یوې مېرمنې د ټپي کېدو او درې څارویو د له منځه تللو سربېره، د کور خاوند هم مړ شوی شوی دی. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په بټي کوټ، روداتو، سرخرود، کوز کنړ، دره نور، کوټ، خوګياڼو او يو شمېر نورو سيمو کې اورښتونو د کروندګرو او باغ لرونکو محصولات سخت زيانمن کړي دي. د یوه بل خبر له مخې په خوست ولايت کې هم اورښتونو د دغه ولايت کروندګرو او باغ لرونکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
































