د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې پرون پنجشنبه د لوګر کابل په لویه لار د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د کډي کلي ته څېرمه د یو بکسې موټر او موټرسايکل تر منځ د بې احتیاطۍ له امله ترافیکي پېښه را منځته شوې چې د یوې ښځې په ګډون درې تنه پکې ټپیان شول. د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې دلویو لارو دساتنکو ځواکونو لخوا ټپيان د محمد آغې ولسوالۍ د لودين حوزي روغتون ته ورسول شول چې د ټپيانو څخه یوه تن په روغتون کې ساه ورکړه.
































