د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو له مالکانو غوښتنه کړې ده چې د سږکال تر ژمي پورې باید د مرکز ګرمي او لوړپوړیزو ودانیو ګرمولو لپاره د ډبرو سکارو سیسټم مایع ګاز ته واړوي. د یادې ادارې رییس شاه زمان میوندي نن په کابل کې د نفتي او سټنډرډ سون توکو له مرستیالانو سره ګډې خبري ناستې ته خبرو کې، د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې که چېرته دا سیسټم بدل نه کړي نو د اړوند برخې څارونکي به مرکز ګرمیو ته اجازه ورنکړي. نوموړي زیاته کړې چې د دود فلټرونو نصب چارې روانې دي او په خبره یې دا یو جدي امر دی. میوندي دغه راز ویلي، د خصوصي سکټور پانګوالو د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې د حکومت له مسوولو بنسټونو سره مرستې ته پوره چمتووالی ښودلی دی.












