د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ فارم د شيدو کچه تر پخوا نېږدې دوه برابره لوړه شوې ده. د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ فارم چې پر شااوخوا ۱۷ جریبه ځمکه په دولتي کچه د څو لسيزو پخواني جوړ شوی فارم دی، د بېلابېلو نسلونو د غواګانو روزنه او پالنه په کې کېږي. دمګړۍ دغه فارم ۲۶۰ غواګانې لري چې له ډلې يې ۵۰ غواګانې شيدې ورکوي. د ننګرهار د کانال وادي کرنیز شرکت د مالدارۍ فارم امر شکرالله نورزي ویلي، چې په اوس وخت کې دغه فارم ته د زیاتې پاملرنې له امله دوی هره ورځ له ۵۰۰ تر ۵۵۰ لیټره شیدې تولیدوي او هیله لري چې دا کچه به همدا سږکال ۷۰۰ لیټرو ته ورسېږي. د حیواني روغتیاپالانو په باور، د مالدارۍ د تولیداتو په لوړوالي کې په سالمه توګه د مالونو ساتل او په وخت درملنه هم د پام وړ رول لري.
































