د هلمند ولایت بزګران وايي، چې حکومت دې د دوی د غنمو لپاره ګدامونه جوړ او بهر ته د قاچاقو مخنیوی وکړي. دغه بزګران زیاتوي، چې هلمند ولایت یو وخت د اسیا د غنمو کندو و، خو اوس خپله د دې ولایت د خلکو په هلمند کې کرل شوي غنم نه بس کیږي. دوی وايي که د قاچاق مخنیوی وشي تر ډېره بریده به هیواد د غنمو په برخه کې پر ځان بسیا شي. ورته مهال بیا د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې دوی د غنمو د قاچاق مخنوي ته ژمن دي او چاته به اجازه ورنکړي، چې غنم له هېواد څخه بهر قاچاق کړي.
































