د هند په کیرالا ایالت د یوې کښتۍ د چپه کېدو پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي دي. هندي چارواکو ویلي، دا دوه پوړیزه کښتۍ د سیند په منځ کې نسکوره شوې چې ډېر خلک پکې ایسار پاتې شوي. چارواکي وايي کېدای شي د مړو شمېر ډېر شي، ځکه چې نن هم د ډوبو شویو کسانو لټون روان دی. د مالاپورا ولسوالۍ د پولیسو مشر عبدالنظر رویټرز خبري اژانس ته ویلي د خلکو ګڼه ګوڼه د دغې دوه پوړیزې کښتۍ د اوښتو لامل شوې ده. د راپورونو له مخې، یاده کښتۍ د نږدې ۵۰ کسانو ځایېدو لپاره جوړه شوې، خو پرون د اوښتو پرمهال پکې دوه برابره خلک سپاره وو. په قربانیانو کې هغه ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د ښوونځي تر رخصتېدو وروسته په دې کښتۍ کې سپاره وو.
































