د ډفېنس پوسټ په نامه خپرونې ویلي چې طالبان به هیڅکله د ولسمشر غني تر وخت مخکې ټاکنو طرحه ونه مني. د دغې خپرونې د راپور له مخې، د ترکیې ناستې ته د ولسمشر غني وړاندېز شوې طرحه درې مهم ټکي لري، چې له طالبانو سره یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل، د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې د اوربند ټینګښت او تر وخت مخکې ټاکنې دي. د خپرونې په خبره، طالبانو چې تل یې په ټاکنو کې ګډون رد کړی دی، داسې نه برېښي چې دغه ډله دې د ولسمشر غني د ټاکنو طرحه ومني. د خپرونې په باور، امریکا په دې وروستیو کې پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه راوستي دي چې هر څه ژر خپلو کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي څو په دې توګه له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.










