د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ کې له افغان سوداګرو سره لیدلي دي. په دغه لیدنه کې د کراچۍ په ګمرکونو او بنادرو کې د افغان سوداګرو پر ستونزو او ورته د دایمې حللارې په اړه خبرې شوې دي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر دغه راز د سیند صوبې اعلی وزیر مراد علی شاه سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان پر اړوندو اقتصادي، تجارتي، ټرانزيټي اړیکو او همدا راز په کراچۍ کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو او د دواړو هیوادنو پر اړیکو خبرې کړې دي.
































