د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان یوه ورځ وروسته له هغه، چې د پاکستان د احتساب د ملې ادارې له خوا ونیول شو، نن په یوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شو. خان پر ځان لګول شوي تورونه رد کړل او هغه یې سیاسي انګېزه وبلله. نوموړی نن د محکمي پر ځای د پولیسو په یوه مرکز کې په داسي حال حاضر کړل شو، چې سخت امنیتي تدابر نیول شوي و. د عمران خان ګڼو پلویانو وروسته له هغه قهرجن لاریونونه پیل کړي، چې نوموړی د پولیسو له لوري نیول شو. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخي اوس مهال هم ددې هېواد په ګڼو ښارونو کې د خان د پلویانو له لوري لاریونونه روان دي.
































