د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي چې افغان پوځ ته ددوی ستره مرسته پر لار ده. ددغه ماموریت پر ټوېټر پاڼه په خپاره شوي پیغام کې ویل شوي چې د ناټو غړي هېوادونه به افغان پوځ ته د کرونا د پراختیا د مخنیوي په موخه ۱،۴ میلیونه ماسکونه، ۵۰۰ زره دستکشې، ۴۶۰ زره چپنې او نور طبي توکي ورکوي. د سرچینې په خبره دغه وسایل پر لاره دي او ژر به افغان پوځ ته وسپارل شي. ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي دوی د خپلو غړو هېوادونو په ثبات کې مرسته کوي او هڅه یې دا ده چې له یو بل سره په همکارۍ دغه نړیوالې وبا ته هم ماته ورکړي.
































