په هېواد کې د کرونا ۲۷۹ نورې مثبتې پېښې شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې لسګونه مشکوکې پېښې ارزول شوې دي چې له دې ډلې ۲۷۹ یې مثبتې وې. همدا راز په همدې موده کې ۳۸ کسه د کرونا له امله مړه شوي هم دي. په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۲۹۵۱ ته رسېدلی دی. د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۸۶۵ او د ټولو بېرته جوړو شوو کسانو شمېر بیا ۱۹۳۶۶ ته رسېدلی دی.











