د ریاست الوزرا اداري مرستیال وایي، هڅه کوي په ادارو کې د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو د برابر ولو په موخه الکترونیکي حکومتولي دود کړي. د نوموړي په خبره، چې حکومت مکلف دی په ټولو برخو کې د هېوادوالو لپاره ښه خدمتونه وړاندې کړي او د دې چارې د ترسره کېدو لپاره اړینه ده تر هرڅه لومړی سیسټم الکترونیکي شي. د ریاست الوزرا ادري مرستیال دغه راز زیاتوي، چې اوس مهال هم په یو شمېر ادارو کې بیروکراسۍ شته او دوی هڅه کوي له منځه یې یوسي.
































