د بشري حقونو څار سازمان وايي، افغانستان که څه هم د رسنیو له سرخطونو لوېدلی، خو د دې سازمان په وینا په دې هېواد کې لا هم د بشري حقونو ناورین دوام لري. د یاد سازمان د اسیايي څانګې مرستیاله پاټریشیا ګاسمن وايي، د افغانستان له دریو دوه برخې وګړي اوسمهال له غذايي نا امنۍ سره لاس او ګرېوان دي چې په دې ډله کې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ اته لکه پنځه اویا زره ماشومان هم شامل دي. د هغې په وینا، ښځې او نجونې تر ټولو زیات ګواښ سره مخامخ دي. مېرمن ګاسمن وايي، د افغانستان روان بحران د ملګرو ملتونو غاړې ته دوه مهم مسوولیتونه اچوي. یو دا چې بېوزلو افغانانو ته د مرستو رسول یقیني کړي او ورسره پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي چې د بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدي.
































