د وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې ځايي کوچیانو د کابل کندهار لویه لار د لاریون په توګه د ترافیکو پر مخ تړلې ده. دوی وايي سیاسیون باید د هزاره او کوچیانو ترمنځ تجارتي سیاست ونه کړي او پریږدي چې په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي. لاریونوال وایي، باید د کوچیانو حقونه ورکړل شي څو دوی په کورنۍ جګړه کې ښکېلتیا ته اړ نشي. کوچیانو له حکومته دغه راز غوښتنه کړې چې علي پور نومی جنګسالار او د هغه خپلسرې غیر قانوني ملیشې باید مهار کړي.
































