د اقتصاد وزارت وايي، د ځینو هېوادونو لخوا د مرستو کمول د نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی، د دغه وزارت مرستیال ټینګار کوي چې د افغانانو وضعیت ته په کتو سره باید د هېوادونو مرستې کمې نشي بلکې د خلکو اړتیا ته په کتو باید زیاتې شي. اقتصاد وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه بریتانیا له افغانستان سره خپلې مالي مرستې نیمايي ته راکمې کړې دي. بریتانیا سږ کال له افغانستان سره خپلې مرستې له ۲۴۶ملیون پونډو څخه ۱۰۰ ملیون پونډو ته راکمې کړې دي. تر دې مخکې نړۍوالې ټولنې خبردارۍ ورکړی وو، که د سرپرست حکومت په چلند کې بدلون رانشي او سرپرست حکومت د نړۍوالې ټولنې غوښتنې ونه مني، له افغانستان سره به د هېوادونو مرستې کمې شي.
































