د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، دې سازمان په افغانستان کې د سیمهییزو ټولګیو په جوړولو سره څه باندې ۵۰۰ زرو نجونو او هلکانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړې ده. یاد سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه سازمان په ټول هېواد کې له شاوخوا ۱۷ زره او ۶۰۰ ټولګیو ملاتړ کوي او زیاتوي، د ډېرو نجونو لپاره دا یوازېنۍ لار ده چې کولای شي ښوونځيو ته لاړې شي. د یونیسف په وینا، دغه سازمان د مرستندویه موسسو په مالي مرسته کولی شي په ټول افغانستان کې د ښوونیزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته ورسوي.
































