په کابل کې د چین سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانانو پر وړاندې د نورو هېوادونو د فشار او بندیزونو له سیاست سره همغږی نه دی. له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «وانګ یو» په دې لیدنه کې ویلي چې چین په هر ډول حالاتو کې د افغانانو په څنګ کې ولاړ دی او بیجنګ په نورو هېوادونو د فشارونو، بندیزونو او د هغوی په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د سیاست پلوی نه دی. په دې لیدنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې سرپرست حکومت له نړۍ سره په ښو اړیکو باور لري، د دوی تګلاره د تعامل او خبرو اترو تګلاره ده. په دې لیدنه کې دواړو لورو په اسلام اباد کې د کابل، بیجنګ او اسلام اباد ترمنځ د درې اړخیزې ناستې پایلې مثبتې ارزولي او په بېلابېلو برخو کې یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
































